د عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحریک وړاندې کړې شو

باغی ټي وي رپورټ
د قامي اسمبلۍ مهمه غونډه نن د ډپټي سپيکر قاسم سوري په مشرۍ کې وشوه چې پکې د اپوزيشن مشر شهباز شريف د وزيراعظم عمران خان د وزيراعظمۍ نه د لرې کولو دپاره د عدم اعتماد تحريک وړاندې کړو.
د اسمبلۍ غونډې په ایجنډا کې د وزیراعظم عمران خان خلاف د عدم اعتماد تحريک هم شامل وو کوم چې د ډپټي سپيکر قاسم سوري په اجازه ايوان ته وړاندې کړل شو.
اپوزيشن ليډر شهباز شريف د وزيراعظم عمران خان په ضد د عدم اعتماد تحريک جمع کولو لپاره د ډپټي سپيکر قاسم سوري نه اجازت غوښتې وو او د اجازت نه پس ئي دغه تحريک وړاندې کړو۔
د قواعدو له مخې، د تحريک وړاندې کولو وروسته، د هغې د منظورۍ لپاره د 20٪ غړو يعنې د اسمبلۍ د 68 غړو ملاتړ ته اړتيا ده.
د شمېرنې په مهال ډپټي سپيکر وويل چې د اسمبلۍ 161 غړو د عدم اعتماد د تحريک په حق کې ووټ ورکړو نو د تحريک د وړاندې کولو اجازه ورکړل شوه.
وروسته شهباز شريف د عدم اعتماد تحريک وړاندې کړ او متن يې ولوست.
شهبازشريف په دې موقع اوویل چې زه دا قرارداد د آئين د آرټيکل 95 (1) لاندې وړاندې کوم په کوم کې چې ايوان وئيلي دي چې په وزيراعظم باور نۀ لري نو ځکه عمران خان نيازي دې له دندې لرې کړې شي.





