چارواکي وايي چې ننګرهار کې د وسلو د قاچاق مخه نیول شوې

0
88

چارواکي وايي چې ننګرهار کې د وسلو د قاچاق مخه نیول شوې

رسنيو د خالد بن وليد قول اردو د وياند په حواله ويلي چې له نيول شوي کس څخه ۳۴ ميله وسلې ترلاسه شوې دي. د نيول شويو وسلو د نوعيت په تړاو معلومات نه دي خپاره شوي.

 

(2022 / 3 / 28  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ا.ا.ا چارواکي وايي چې په ننګرهار کې يې پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نيولي ده. نظامي چارواکو ويلي، د ننګرهار په دور بابا ولسوالۍ کې يې يو کس، چې پاکستان ته يې وسلې قاچاق کولې، نيولی دی.

رسنيو د خالد بن وليد قول اردو د وياند په حواله ويلي چې له نيول شوي کس څخه ۳۴ ميله وسلې ترلاسه شوې دي. د نيول شويو وسلو د نوعيت په تړاو معلومات نه دي خپاره شوي.

اړوند موضوعات: 

له کندهار څخه پاکستان ته د وسلو د قاچاق مخه نیول شوې

د یادونې ده چې تر دې وړاندې په پکتیا او کندهار کې هم پاکستان ته د وسلو د قاچاق په تور درې کسان نیول شوي او نیول شویو کسانو پر خپل جرم اعتراف هم کړی دی.

Leave a reply