په تورخم پوله دې سوداګرو له سهولتونه ورکړې شي: د سوداګرو مطالبه
باغي ټي وي رپورټ
په افغانستان کښې سوداګرو د طالب مشرانو نه غوښتنه کړې چې دوی دې افغان سوداګرو لپاره اسانتیاوې پیداکړي.
د افغانستان یو مشهور سوداګرحاجي ګل مراد عرب ورځپانړې وحدت سره په خبرو اترو کښې ویلي دي چې نن صبا د ننګرهار تاجران او ټرانسپورټران په تورخم پوله یو شمیر ستونزو سر مخ دي.
عرب وایی چې په ننګرهار تورخم اړخ څه کم او زیات ۳۰۰۰ خالي کانټینرې ایسارې دي ، طالب مشران دې کانټینرو ته اجازه ورکړي ترڅو دا کانټینر پاکستان ته واوړي.
عرب وایی چې په تورخم پوله باید دواړه اړخ مسافرو او سوداګرو ته اجازت ورکړي شي، دوی وایی چې د سفري بندیز له وجهې افغان سوداګر یو شمیر ستونزو او مالي تاون سره مخ دي.
دوی غوښتنه وکړه چې د سپین بولدک په شان دې د تورخم په لار هم د پاسپورټ شرط ختم شی چې دواړه اړخ سوداګرو ته اسانتیاوې شي او د پاکستان او افغانستان ترمینځ تجارت ترقي وکړي.
عرب وایی چې د یو ورځ د کانټینر په پوله پاتې کیدو له وجهې دیوې ورځ ۱۲۰ جریمه راځي او دغه شان په میاشتو چې د کانټیر بند پاتې شي نو په زرګونو ډالر جریمه ادا کوي.
نوموړي دا غوښتنه هم وکړي چې په نړي واله سطح هم افغان سوداګر د پیسو لیږلو کښې ستونزو سره مخ دي او د سوداګرو دغه ستونزه دې هم هواره کړي شي.
دوی وایی چې په پایه تخت کابل کښې ی هم طالب مشرانو سره ملاقاتونه کړي دي او د سوداګرو یو شمیر مسلې ی ورته وړاندې کړي دي