اقتصادي بحران؛ یو ژبور خبریال موچیتوب ته اړ کړی
اقتصادي بحران؛ یو ژبور خبریال موچیتوب ته اړ کړی
په کنړ کي د پیوستون او دنیا ټلوېزیونونو خبریال پروېز څرګند له دندي تر لېري کېدو وروسته موچیتوب پیل کړی دی.
(2021 / 9 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
په کنړ کي د پیوستون او دنیا ټلوېزیونونو خبریال پروېز څرګند له دندي تر لېري کېدو وروسته موچیتوب پیل کړی دی.
ښاغلی څرګند وایي، دوې اوونۍ کېږي چي، یادو ادارو د مالي امکاناتو د نه شتون له امله جواب کړی دی.
د ښاغلي څرګند په خبره، د کار د نه شتون له امله موچيتوب ته اړ سوی او اوسمهال د کلي په یو بازار کي موچيتوب کوي.
د ښاغلي څرګند په وینا، هره ورځ تر سل یا دوه سوو افغانیو پوري مزدوري کوي.
په کندهار کي هم یو شمېر رسنۍ له مالي بحران سره مخ دي او د تړل کېدلو سل سلنه ګواښ موجود دی.