محمد صادق افغان ځوانانو سره په اسلام آباد کښې ملاقات کړې دې

0
109

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیراعظم عمران خان د افغانستان لپاره خصوصي نماینده محمد صادق په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د یو شمیر افغان ځوانانو چې پکښې سړي او زنانه شامل وو دوی په اسلام آباد کښې ملاقات کړې دې او د افغانستان په مسله ی ورسره یو شمیر ګټورې خبرې کړي دي.

محمد صادق لیکي چې دې افغان ځوانانو سره ی د افغانستان د بهترې او ترقي لپاره خبرې کړي دي، افغان ځوانان غواړی چې به افغانستان کښې صلح ، خوشحالي او ترقي راشي.

یاده دې وي چې د پاک افغان د ځوانانو ټولني د سیوري لاندې په اسلام آباد کښې :په شریکه افغانستان جوړول: په نامه یو غونډه ترسره شوه، په دې غونډه کشې د افغانستان نه راغلي یو شمیر ځوانانو شرکت وکړو او د افغانستان په بیا جوړولو ی ګټورې خبرې وکړي.

Leave a reply