کابل ته د آی ایس آی د رئیس راتګ د خلکو غبرګونونه راپارولي
کابل ته د آی ایس آی د رئیس راتګ د خلکو غبرګونونه راپارولي
له تېرې شپې راهیسې یو شمېر خلک واټونه راوتلي او د پاکستان ضد شعارونه ورکوي.
(2021 / 9 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)
له تېرې شپې راهیسې یو شمېر خلک واټونه راوتلي او د پاکستان ضد شعارونه ورکوي.
دوی وروسته تر هغه لاریونونه پیل کړي چې د پاکستان د آی ایس آی رئیس جنرال حمید په نامعلوم سفر کابل ته راغی، دوی د 《 پاکستانه ووځه او مرګ په پاکستان》شعارونه ورکوي او له پاکستان نه غواړي چې نور دې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه نکوي.
تر دې وړاندې طالبانو ویلي ؤ چې د پاکستان رئیس د افغان بارډر په هکله خپلې اندېښنې راوړې وې.