امریکا د ښوونځيو په تړاو: تمه لرو راتلونکو ورځو کې افغان حکومت خپله پرېکړه بدله کړي

0
93

امریکا د ښوونځيو په تړاو: تمه لرو راتلونکو ورځو کې افغان حکومت خپله پرېکړه بدله کړي

بلخوا افغان حکومت بیا وايي چې تر شپږم ټولګي نجونې خپلو ښوونځیو ته تللی شي او له اووم تر دولسم ټولګي پورې تر دویمې پرېکړې پورې ځنډول شوې دي. د افغان حکومت په نړیواله کچه خپل غبرګونونه لرلي دي.

 

(2022 / 3 / 27  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي تمه لري چې په راتلونکو ورځو کې د ښوونځیو په تړاو د نوي افغان حکومت په پرېکړه کې بدلون راشي.

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ټام وېسټ په تازه څرګندونو کې ویلي، دا ښکاره ده چې د افغان حکومت نوې پرېکړه ناهیلې کوونکې وه، خو موږ تمه لرو چې دا پرېکړه ژر تر ژره بېرته لغوه شي.

د ده په وینا امریکا او نړیواله ټولنه تمه لري چې په راتلونکو ورځو کې د افغان حکومت په پرېکړه کې بدلون راشي او اجازه ورکړي چې نجونې خپلو زده کړو ته ادامه ورکړي.

بلخوا افغان حکومت بیا وايي چې تر شپږم ټولګي نجونې خپلو ښوونځیو ته تللی شي او له اووم تر دولسم ټولګي پورې تر دویمې پرېکړې پورې ځنډول شوې دي. د افغان حکومت په نړیواله کچه خپل غبرګونونه لرلي دي.

Leave a reply