WFP:  د بوجې د کموالي لۀ امله مو افغانستان کې فعالیتونه لۀ خطر سره مخ دي 

0
102

WFP:  د بوجې د کموالي لۀ امله مو افغانستان کې فعالیتونه لۀ خطر سره مخ دي 

د یادونې ده چې دغې ادارې یو ځل مخکې هم ویلي وو چې تر اوسه پورې یې په افغانستان کې اړمنو سره د مرستې په موخه یو میلیارد ډالر مصرف کړي دي او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ۱.۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

 

(2022 / 3 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د خوړو نړیوال سازمان وایي چې د بودجې د کموالي له امله یې په افغانستان کې د مرستې رسوونې عملیات د درېدو له ګواښ سره مخ دي.

دا خبره ډبلیو‌اف‌پي تېره ورځ ناوخته پر خپل ټویټر کړې ده. دغې ادارې ویلي چې تر اوسه پورې یې د نړیوالو مرستندویانو په ملاتړ ۲۳ میلیونه اړمنو افغانانو ته مرستې رسولې دي.

یاد سازمان تر دې وړاندې خبرداری ورکړی و چې د اوکراین ناورین به د افغانستان پر وضعیت هم ناوړه اغېز ولري او ممکن په دغه جګړه ځپلي هېواد کې د خوراکي توکو بیې لوړې کړي.

د یادونې ده چې دغې ادارې یو ځل مخکې هم ویلي وو چې تر اوسه پورې یې په افغانستان کې اړمنو سره د مرستې په موخه یو میلیارد ډالر مصرف کړي دي او خپلې موخې ته د رسېدو لپاره ۱.۶ میلیارد ډالرو ته اړتیا لري.

Leave a reply