حامد کرزي؛ له یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو سره لیدلي دي

0
168

د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ملي سوداګرو خپلې ستونزې له پخواني ولسمشر سره شریکې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټونه دې له افغانستان سره ژمنه شوې مرستې په کور دننه وپېري څو خلکو ته د کار زمینې برابرېدلو ترڅنګ د هېواد اقتصاد هم وغوړېږي.

(2022 / 3 / 26  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له یو شمېر افغان سوداګرو او پانګوالو سره لیدلي دي.

د کرزي د مطبوعاتي دفتر د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې ملي سوداګرو خپلې ستونزې له پخواني ولسمشر سره شریکې کړې دي او زیاته کړې یې ده چې د ملګرو ملتونو مرستندویه بنسټونه دې له افغانستان سره ژمنه شوې مرستې په کور دننه وپېري څو خلکو ته د کار زمینې برابرېدلو ترڅنګ د هېواد اقتصاد هم وغوړېږي.

د غونډې ګډونوالو دغه راز زده کړې د هېواد د پرمختګ او ښېرازۍ یوازینۍ لار بللې ده او ژر تر ژره یې د نجونو د ښوونځیو پر پرانیستل کېدو ټینګار کړی دی.

Leave a reply