د کرنې وزارت وايي چې ۲۵ میلیونه مېوه لرونکي او بې مېوې ومې مو کینولي
د کرنې وزارت وايي چې ۲۵ میلیونه مېوه لرونکي او بې مېوې ومې مو کینولي
د کرنې او اوبو لګولو سرپرست وزیر عبدالرحمن راشد وايي، چې د کرنې وزارت تر اوسه په ټول هېواد کې ۲۵ میلیونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي کېنولي دي. نوموړي څرګندونې د بزګر ورځې میلې په مراسمو کې وکړې. راشد له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د دغه ملي شتمنۍ د مدیریت او ساتنې په برخه کې دې هڅه وکړي. ده په ټولو ملي او نړیوالو پانګه والو او سوداګرو غږ وکړ چې د افغانستان په کرنیز سکتور کې پانګونه وکړي. په دغو مراسمو کې د رییس الوزرا لومړي مرستیال ملا عبدالغني برادر وویل، چې اسلامي امارت د کروندګرو او د هېواد د کرنې سکتور ملاتړ ته ژمن دی. هغه زیاته کړه چې د افغانستان د پر ځان بساینې لپاره باید هڅې وشي. ده وویل، چې د هېواد ټول بزګران به په نږدې ورځو کې د یوې سترې پروژې د پیل شاهدان و اوسي. د نوموړي په وینا د دغه پروژې په پیلولو سره به د هېواد نیمایي ځمکې خړوبې شي.