انتوني بلینکن: تمه لرو چې طالبان پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي

0
90

انتوني بلینکن: تمه لرو چې طالبان پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي

امریکا وایي تمه لري چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي.

 

(2021 / 9 / 7 نېټه باغي ټلویزیون)

امریکا وایي تمه لري چې طالبان پر خپلو ژمنو عمل وکړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن چې دمګړی په دوحه کې دی وایي دی په دې تمه دی چې طالبان په ټولو برخو په تېره په امنه توګه د امریکایي وګړو د ایستلو پر ژمنه عمل وکړي. بلینکن په دوحه کې دی
او ټاکل شوې چې په دې سفر کې د قطري چارواکو تر څنګ د طالبانو له لوړپوړو کسانو سره هم لیده کاته ولري. د دې لیدنو تر ټولو مهمه برخه به له افغانستان په نورماله توګه د نړیوالو پروازونو پیلېدل او همدا راز د روان وضعیت ارزول وي. ددې تر څنګ د امریکا ددفاع وزیر هم په دې سفر کې دی او دوی به په قطر کې له مېشتو افغان کډوالو سره ګوري.

Leave a reply