د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې نشه یي توکي نۀ یوازې افغانستان ته؛ بلکې ټولې نړۍ ته ستر ګواښ دی

0
82

د کورنیو چارو سرپرست وزیر ویلي چې نشه یي توکي نۀ یوازې افغانستان ته؛ بلکې ټولې نړۍ ته ستر ګواښ دی

د کورنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې ویلي، چې افغانستان به له دې وروسته د هېڅ ګاونډي او نورو هېوادونو لپاره خطر نه وي. نوموړي له نشه یي توکو سره مبارزه د ټولو هېوادونو ګډ کار وباله او نشه يي توکي یې یوازې د افغانستان نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره ستر ګواښ یاد کړ او پر ګډې مبارزې یې ټینګار وکړ.

 

(2022 / 3 / 25   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني د افغانستان لپاره د روسیې هیواد له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف سره وکتل.

د کورنیو چارو وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دغه کتنه کې چې د روسیې د سفیر په ګډون د دفاع، کورنیو چارو، اقتصاد او زراعت وزارت استازي هم شامل وو، د دواړو هېوادونو په هر اړخیزو ماسیلو بحث وشو.

د کورنیو چارو وزیر په دې لیدنه کې ویلي، چې افغانستان به له دې وروسته د هېڅ ګاونډي او نورو هېوادونو لپاره خطر نه وي. نوموړي له نشه یي توکو سره مبارزه د ټولو هېوادونو ګډ کار وباله او نشه يي توکي یې یوازې د افغانستان نه بلکې د ټولې نړۍ لپاره ستر ګواښ یاد کړ او پر ګډې مبارزې یې ټینګار وکړ.

حقاني دغه راز روسي پلاوي ته یادونه وکړه چې د بهرنیو هېوادونو لپاره ښه فرصت رامنځته شوی تر څو سرپرست حکومت په رسمیت وپېژني او ګډو ګټو ته کار وشي.

په دې لیدنه کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، چې هېواد یې کولی شي د سرپرست حکومت ټولې اړتیاوې پوره کړي. دواړو لوریو د ښو اړیکو په دوام ټینګار کړی دی.

Leave a reply