نیویارکر: امریکا کلیوالې ښځې بمبارولې،ښاري ښځو ته یې حقوق غوښتل

نیویارکر: امریکا کلیوالې ښځې بمبارولې،ښاري ښځو ته یې حقوق غوښتل
په نیویارکر کې نامتو لیکوال ګوپال په یوه خپره کړې مقاله کې تیرو شلو کلونو کې افغانستان کې د امریکا ماموریت ته کتنه کړې…
(2021 / 9 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
په نیویارکر کې نامتو لیکوال ګوپال په یوه خپره کړې مقاله کې تیرو شلو کلونو کې افغانستان کې د امریکا ماموریت ته کتنه کړې او دا ماموریت یې د تاریخ یو له ناکامو ماموریتونو څخه بللی دی، ګوپال لیکلي د افغانستان اویا فیصده خلک په کلیوالي سیمو کې ژوند کوي خو امریکا یو مخ کلیوالي سیمو ته شا کړې وه او ټول تمرکز یې په ښارونو کې وو ،امریکا جګړې په کلیو او بانډو کې کولې د خلکو کلتور او عنعناتو ته یې په سپکه کتل بیګناه انسانان یې وژل ښځې او ماشونان یې په کلیو او باڼډو کې بمبارول خو مقابل کې یې بیا نورو ښځو ته حقوق یوازې په ښارونو کې غوښتل،لیکوال لیکلي له دې ټولو ناخوالو او بدبختیو سره یو فاسد حکومت هم ملګری وو چې یوازې یې هر چارواکي د خپل ځان غم کاوه او له نا مشروع لارو یې پانګې ټولولې او بهر ته یې استولې ، ګوپال لیکي امریکا په ډیرو بدو سیاستونو او بدې جګړې د کلیو او ښارونو تر منځ واټن ډیر کړ او دا ټول عوامل سره یو ځای شول چې تیر حکومت یې را وپرځاوه او هر څه په ډیره آسانۍ د طالبانو په ګټه پایته ورسیدل.






