ترکیه: ا.ا دې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانېزي

0
85

ترکیه: ا.ا دې ژر تر ژره د نجونو ښوونځي پرانېزي

اوغلو زیاته کړې ده چې ا.ا باید په دې برخه کې پر خپله پرېکړه غور وکړي څو چارې یې تر دې سختې نه شي. د یادونې ده چې که څه هم ترکیې ا.ا په رسمیت نه دی پېژندلی خو ورسره نږدې اړیکې لري.

 

(2022 /  3 / 24   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ملګرو ملتونو په ګډون ګڼ شمېر نورو مرستندویه بنسټونو او هېوادونو د ا.ا پر هغه پرېکړه خواشیني څرګنده کړې ده چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي یې تر امر ثاني پورې د نجونو پر مخ تړلي دي.

په همدې حال کې د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې د ا.ا وروستۍ پرېکړه اندېښمنونکې ده او دوی له طا لبانو څخه غواړي چې ژر تر ژره ښوونځي د ټولو نجونو پر مخ پرانیزي.

اوغلو زیاته کړې ده چې ا.ا باید په دې برخه کې پر خپله پرېکړه غور وکړي څو چارې یې تر دې سختې نه شي. د یادونې ده چې که څه هم ترکیې ا.ا په رسمیت نه دی پېژندلی خو ورسره نږدې اړیکې لري.

Leave a reply