طالبان وايي پاکستان ته مو ډاډ ورکړ چې زموږ خاوره به یې په ضد نه استعمالېږي
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغو پوښتنو په ځواب کې چې د پاکستان د آی ایس آی رئیس ولې کابل ته راغلی ؤ ویلي دي چې پاکستان تشویش درلود…
(2021 / 9 / 6 نېټه باغي ټلویزیون)
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د هغو پوښتنو په ځواب کې چې د پاکستان د آی ایس آی رئیس ولې کابل ته راغلی ؤ ویلي دي چې پاکستان تشویش درلود چې له افغان خاورې به د دوی په ضد ترهګریز بریدونه طرحه شي، ښاغلي مجاهد ویلي چې دوی د پاکستان په ګډون ټولې نړۍ ته ډاډ ورکړی چې افغان خاوره به دهېڅ هېواد په ضد استعمال نشي.
دا په داسې حال کې ده چې ډیر افغانان د پاکستان د استخباراتي ادارې د مشر په راتګ اندېښمن شوي دي.










Leave a Reply