پولنډ د روسیې د ۴۵ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه کړې 

0
91

پولنډ د روسیې د ۴۵ تنو ډیپلوماټانو د شړولو پریکړه کړې 

د بله پلوه د روسیې رسمي‌ خبري‌ اژانس ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي‌ دي‌ چې د پولنډ  لخوا د روسي‌ ډیپلوماټانو د شړولو په صورت کې به روسیه هم متقابل ګام اوچت کړي.

 (2022 / 3 / 24  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د پولنډ د کورني امنیت اژانس د روسیې د سفارت د ۴۵ تنو ډیپلوماټانو نه هر څه ژر ددې هیواد نه د وتو غوښتنه وکړه.

د پولنډ د کورني‌ امنیت اژانس دا روس ډیپلوماټان د جاسوسۍ په تور تورن کړي‌ دي.

د بله پلوه د روسیې رسمي‌ خبري‌ اژانس ددې هیواد د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکلي‌ دي‌ چې د پولنډ  لخوا د روسي‌ ډیپلوماټانو د شړولو په صورت کې به روسیه هم متقابل ګام اوچت کړي.

روسیه به هم پولنډي‌ ډیپلوماټان وشړي.

Leave a reply