حامد کرزی ا.ا ته: د پردیو بده تګلاره عملي کېدو ته مه پرېږدئ

0
200

حامد کرزی ا.ا ته: د پردیو بده تګلاره عملي کېدو ته مه پرېږدئ

پخواني ولسمشر دغه راز پر سرپرست حکومت غږ کړی دی چې د نجونو ښوونځي ژر تر ژره پرانیزي. د یادونې ده چې ا.ا نن د نوي تعلیمي کال د پیل مراسمو کې یوازې تر شپږم ټولګي پورې نجونو ته ښوونځیو ته د تګ اجازه ورکړې ده.

(2022 / 3 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي له اووم نه تر دولسم ټولګي پورې د نجونو د ښوونځیو نه پیلېدو له امله خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده.

نوموړي د افغانستان له سرپرست حکومت څخه غوښتنه کړې ده څو د یو پرمختللي او سیال افغانستان لپاره چې د ټولو افغانانو هیله ده د نجونو د زده کړې لاره پرانیستې وساتي او پرې نه ږدي چې د هغو پردیو تګلاره عملي شي چې له تعلیم نه بې برخې، اړمن او تر لاس لاندې افغانستان غواړي.

Leave a reply