د پاکستان ورځ په اړه د ملي کرکټ لوبډلې د لوبغاړو د پاکستان قومي بیرغ سره لیدل شوي

0
161

باغي ټي وي رپورټ
په داسې حال کې چې د هېواد په ټولو ښارونو کې د پاکستان ورځ په جوش او جذبې سره لمانځل کېږي، د لاهور ښار قذافي سټېډيم هم د پاکستان د ورځې په مناسبت د پاکستان په بيرغونو ځلېږي.
د پاکستان کرکټ بورډ (پي سي بي) په سوشل ميډيا اکاونټ باندې د اسټراليا خلاف د وروستۍ ټېسټ مېچ دريمه ورځ د پاکستان د ورځې په نوم نومولې شوې ده.
پي سي بي په خپل سوشل ميډيا اکاونټ يوه ويډيو شريکه کړې ده چې پکې ښودل شوي چې لوبه د مارچ په ۲۳ مه نېټه د پاکستان د ملي سرود په غږولو سره پېل شوه چې پکې دواړه لوبډلې د ملي سرود په احترام په ميدان کې ولاړې ليدل کېږي.

Leave a reply