د ماشومانو د ساتنې اداره: د افغانستان تعلیمي برخه د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

0
192

د ماشومانو د ساتنې اداره: د افغانستان تعلیمي برخه د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري

سرچینه د نړیوالې ټولنې پر راتلونکې کنفرانس چې په لندن او دوحه کې جوړېږي غږ کړی څو د افغانستان له تعلیمي برخې سره د مرستو لپاره ځانګړې غوښتنې ولري او نړیوال مرستندویه بنسټونه دې ددې برخې پراخ ملاتړ وکړي.

 

(2022 / 3 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د ماشومانو د ساتنې نړیوالې ادارې په تازه خپره کړې اعلامیه کې د افغان حکومت د هغه پرېکړې هرکلی کړی چې ګواکي د ښوونځیو دروازې به د نجونو او هلکانو پر مخ پرانیزي.

دغه ادارې ویلي، یوازې د دروازو پرانیستل د اغېزناکې زده کړې په مانا نه ده، ځکه افغانستان له پراخو اقتصادي ستونزو سره مخ دی او ددغه برخې فعالیت د نړیوالو مرستو ته اړتیا لري.

سرچینه د نړیوالې ټولنې پر راتلونکې کنفرانس چې په لندن او دوحه کې جوړېږي غږ کړی څو د افغانستان له تعلیمي برخې سره د مرستو لپاره ځانګړې غوښتنې ولري او نړیوال مرستندویه بنسټونه دې ددې برخې پراخ ملاتړ وکړي.

دغه اداره وایي چې افغانستان د ښوونځیو لپاره د ودانیو، کتابونو، پاکو اوبو، ښوونکو، قرطاسیې او نورو مهمو مواردو له کمښت سره مخ دی، چې باید دا اړتیاوې پوره کړل شي.

Leave a reply