د چین د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو ملاتړ کوو

د چین د بهرنیو چارو وزیر: افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو ملاتړ کوو
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس کې ګډون کړی و او په دې غونډه کې یې تر ډېره له اسلامي هېوادونو سره د چین د اړیکو او افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
(2022 / 3 / 23 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
چین وایي په افغانستان کې د ټولشموله حکومت د جوړېدو په برخه کې همکاري او ملاتړ کوي.
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یې په پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان کنفرانس کې ګډون کړی و او په دې غونډه کې یې تر ډېره له اسلامي هېوادونو سره د چین د اړیکو او افغانستان په اړه خبرې کړې دي.
هغه ویلي دوی په سیمه کې د یوه امن او با ثباته افغانستان غوښتونکي دي او تمه لري چې وکړی شي ددغه هېواد په پرمختګ کې اغېزناک ګامونه اوچت کړي.
نوموړي همدا راز ویلي چې په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت د جوړېدو اړتیا ده او چین تیار دی چې په دې برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.
هغه له نورو اسلامي هېوادونو سره هم د ښو اړیکو پر دوام ټینګار کړی دی او وایي دوی هڅه کوي له ټولو اسلامي هېوادونو سره پر دوه اړخیزو ګټو ولاړې پراخې اړیکې ولري.






