ملګري ملتونه: نشه يي توکي لا هم ستر غیر قانوني اقتصادي فعالیت دی

0
193

ملګري ملتونه: نشه يي توکي لا هم ستر غیر قانوني اقتصادي فعالیت دی

سرچینه وایي چې په افغانستان کې ۷۹ سلنه دغه توکي په جنوبي ولایتونو په تېره بیا په هلمند کې تولېدېږي. هلمند د تریاکو د تولید له اړخه لومړی ځای لري چې ورپسې کندهار، ارزګان او نور ولایتونه دي.

 

(2022 / 3 / 23  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د نشه يي توکو تولید لا هم په افغانستان کې تر ټولو ستر غیر قانوني اقتصادي فعالیت دی.

د ملګرو ملتونو د جرمنو او نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې برخې په تازه راپور کې ویلي چې لا هم په افغانستان کې د نشه ييي توکو تولید او کرکېله روانه ده.

د دغه ادارې په راپور کې راغلي چې تېر کال له نشه يي توکو د ۱،۷ یا ۲،۷ میلیاردو په شاوخوا کې عاید راټول شوی دی. سرچینه کاږي چې روان کال هم په افغانستان کې پر ۱۷۷ زره هکتاره ځمکه خشخاش کرل شوي دي او دا غیر قانوني اقتصادي فعالیت لا هم ادامه لري.

ملګري ملتونه وایي چې له شلو کلونو راهیسې په افغانستان کې د نشه يي توکو کښت او کاروبار کال په کال ډېرېږي خو ددې جدي اړتیا ده چې نور یې مخنیوی وشي.

سرچینه وایي چې په افغانستان کې ۷۹ سلنه دغه توکي په جنوبي ولایتونو په تېره بیا په هلمند کې تولېدېږي. هلمند د تریاکو د تولید له اړخه لومړی ځای لري چې ورپسې کندهار، ارزګان او نور ولایتونه دي.

Leave a reply