د پاکستان ورځ، اسلام آباد کې د پاکستان ورځ په اړه یو لویه غونډه پیل شوې دې

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان په پایه تخت اسلام اباد کې نن د ۲۳ مارچ، د پاکستان د ورځې په اړه یو مهم پرېډ او نندارتون پیل شوې دې.
ددې لوی پریډ پیل د قرآن شریف د مبارک آیتونو څخه وشو.
د اسلام آباد د شکرانې پریډ ګراونډ د پاکستان د ورځې د اصلي غونډې کوربه توب کوي چې پکې به د وسله والو ځواکونو آرمډ کور، ایرډفنس او نور ځواکونه د مارچ پریډ نندارې ته وړاندې کوي او د پاکستان د نه هیریدونکې دفاع به د یو لوی نمونې په توګه فلای پاسټ، میزایلونه، UAVs د پریډ برخه دي.
د سږکال د پاکستان د ورځې د اصلي پریډ موضوع “شاد رہے پاکستان” ده، دا شعر او بیان د ملي سرود څخه اخیستل شوې دې. ددې تاریځي پریډ له کتلو لپاره د سعودي عرب حکومت په اسلام آباد کې نمایندګان هم موجود دي.
د پیریډ کتلو لپاره راغلي برخه اخستونکو د د ایف ۱۶ او معراج جنګي الوتکو د پاکستان د قومي بیرغ مخې ته سلامي وړاندې کړه.






