28م نېشنل جونیئر ټېبل ټینس چیمپئن شپ به د مارچ په 24مه نېټه پېل كېږي، شاهد خان شینواري

0
104

نصیب شاه شینواري
28م نېشنل جونیئر ټېبل ټینس چیمپئن شپ به د مارچ په 24مه او 27مه نېټه په کوهاټ کې لوبولی شي چې پکې د ایل، این ایچ اے،پیښور آرمی او واپډا څخه نارینه او ښځینه لوبغاړي برخه اخلي. د ټورنامنټ چیئر مین شاهد شینواری او تنظیمی سیکرټری کفایت الله خبری کانفرنس ته د وینا پر مهال وویل چی د 40 نجونو په شمول به ټول 100 لوبغاړی د 15 کم عمره او 18 کلنو سنگلز مقابلې، ټیم ایونټس او د 18 نه کم عمره لوبغاړي به ډبل کیټیګري مقابلو کښي برخه اخلی.

د لوبو دې سیالیو تابیا کوونکو اوویل چې په دې سیالیو کې به سویلي اسیا د ټیبل ټینس سیالیو لپاره چې د اپریل له ۹ څخه تر ۱۱ مې نیټې په مالدیپ کې ترسره کیږي،جوړ کړې شي. ده ووئيل چې خېبرپښتونخوا
دوی اوویل چې د 27م نېشنل جونيئر ټېبل ټېنس چیمپئن شپ کوربه توب هم كړې او دا به 19م ځل وي چې خېبرپښتونخوا به د دې ټورنامنټ کوربه وي۔ نوموړي په ضلعو کې د لوبو اسانتياوې برابرولو او د ميدانونو جوړولو لپاره وزيراعلي محمود خان ته مبارکي وويله او ويې ويل چې د همدغو سهولتونو په برکت په کوهاټ کې د لومړي ځل لپاره قومي چيمپيئن شپ ترسره کېږي.

شاهد خان شینواري په خیبر پښتونخوا کې وزیراعلی محمود خان په مشرۍ کې د لوبو په اړه د وزیراعلی خدمتونو په ښو ټکو کې وستایل او زیاته ی کړه چې په نن حکومت کې چې د سپورټس او لوبغاړو لپاره کومې اسانتیاوې او سهولتونه ورکړل شوي دا په پخواني حکومتونو کې نه وو ورکړل شوي، نوموړي زیاته کړې چې ددې کریډټ ټول عمران خان او د پي ټي آیی حکومت ته ځي چې دوی د لوبو او لوبغاړو په اړه ښه ګامونه پورته کړي دي.

Leave a reply