عمران خان خپل اکثریت له لاسه ورکړې دې: پي پي پي مشر او بیرسټر،اعتزاز احسن
باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان پیپلز پارټۍ مشر او مشهور وکیل بیرسټر اعزاز احسن ویلي وزیراعظم عمران خان خپل اکثریت له لاسه ورکړی دی.
کراچۍ کې ميډيا سره خبرو کې اعتزاز احسن وويل دعمران خان مشاورينو دهغه مقدمه خرابه کړې ده.
ده ووئيل که د عمران خان خلاف تحريک کامياب شو نو هغه به بختور او خوش قسمته وي ځکه چې د عمران نه پس چې څوک وزيراعظم شي په هغه به د ګرانۍ پشمول ټول بار بار وي۔
هغه وويل چې حکومت سترې محکمې ته تګ يو ښه ګام دى، ستره محکمه به دا ډاډ ورکوي او دا به باوري کوي چې کومه نښته و نه شي.
اعتزاز احسن وويل مولانا وويل چې هغه غير جانبدار شوى دى، دا خبره غلطه ده، امپائر په سياسي لوبه کې هيڅکله غير جانبدار نه وي.
هغه وويل کوم ګوند چې ټول اپوزيشن ته زيان رسولى دى هغه مسلم ليگ(ن) دى چې په راتلونکو انتخاباتو کې به خلق له نوازشريف څخه پوښتنه وکړي چې هغه ولې بهرني هیواد ته تللې وو؟