د پاکستان ورځ، اولس مشر او وزیراعظم قوم ته پیغامونه ورکړي

0
241

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان اولس مشر ډاكټر عارف علوي وئيلي دي چې د پاكستان ورځ د برصغير په تاريخ كښې په ډېرو حوالو مهمه ورځ ده، مونږ ته پکار دي چې د خپلو نيكونو د خوبونو د پوره كولو لپاره د قامي يووالي او د سماجي او اقتصادي پرمختګ لپاره په ګډه كار وكړو۔

د مارچ په 23مه نېټه اولس ته خپل يو پېغام كښې اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيل د پاكستان ورځ د برصغير په تاريخ كښې په ډېرو حوالو يوه مهمه ورځ ده۔
صدر پاکستان وایی چې په دې ورځ کال ۱۹۴۰ د پاکستان اولس د جلا الیکشن په ځای د جلا او خپلواک ملک غوښتنه وکړه.
هغه وويل په دغه ورځ مسلمانانو انګريزانو ته دا خبره واضحه کړه چې کانګريس دمسلمانانو نمايندګي سياسي ګوند نۀ دى اؤ دبرصغير تقسيم نور نۀ شي ځنډولى.

جمهور رئیس زیاته کړه، دا زموږ دنده ده چې د هېواد بنسټ ایښودونکون ته درناوی وکړو چې د ملت لپاره یې پر وخت او هوښیارانه سیاسي تصمیمونه نیولي دي.
صدر پاکستان اوویل چې وخت ثابته کړې ده چې د مسلمانانو د جلا وطن غوښتنه په سیاسي لحاظ سمه ده.
ده ووئيل په مقبوضه جمو او كشمير كښې د مسلمانانو حالت د دې خبرې ښکاره ثبوت دے چې په متحده هندوستان کې به د هندو اکثریت په رحم او کرم سره د مسلمانانو څه حالت وې او دا خبره نن هم ثابت شوې ده.
د وزیرعظم عمران خان پیغام
د پاکستان ورځ، ۲۳ مارچ په اړه د وزيراعظم عمران خان هم يو بيان جاري کولو په مهال وئيلي دي چې د مارچ ٢٣مه نیټه د پاکستان د جوړولو د حقيقي مقصد لپاره د کار کولو د عزم تازه کولو ورځ ده.

هغه وويل، تېرو حکومتونو د هېواد ملي ګټو او د خلقو هوساینې په ځای خپلو شخصي ګټو ته لومړيتوب ورکړې وو.

وزيراعظم زياته کړه چې زمونږ نيکونو د خپلواکۍ د تحريک په وخت کې د بدعنواني او به ملک کې د فساد او رشو ت ختمولو او د اخلاقي معيارونو د لوړولو لپاره چې کوم غږ اوچت کړې وو، نن هم د هغوی مشرانو غږ اوچتولو ته اړتیا ده.

Leave a reply