د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې افغانان پخپلو چارو کې د نورو لاس وهنه نشي زغملی  

0
93

د پاکستان لومړي وزیر ویلي چې افغانان پخپلو چارو کې د نورو لاس وهنه نشي زغملی

عمران خان د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په خبرو کې ویلي چې افغانان په خپلو چارو کې بهرنۍ مداخلې نه خوښوي نو ښه به وي چې په چارو کې یې له مداخلې ډډه وشي او داسې چارو ته مجبور نه شي چې افغانان یې په خپلو کورنیو چارو کې مداخله بولي.

 

(2022 / 3 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په داسې حال کې چې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون ګڼ شمېر افغانانو په وار وار عمران خان په افغان چارو کې په لاسوهنې تورن کړی دی، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې نړیوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې ده چې افغانان د داسې چارو تر سره کولو ته مجبور نه کړي چې دوی یې خپل ملي حاکمیت ته ګواښ بولي.

عمران خان د اسلامي همکاریو سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډې ته په خبرو کې ویلي چې افغانان په خپلو چارو کې بهرنۍ مداخلې نه خوښوي نو ښه به وي چې په چارو کې یې له مداخلې ډډه وشي او داسې چارو ته مجبور نه شي چې افغانان یې په خپلو کورنیو چارو کې مداخله بولي.

د ویلو ده چې پاکستان له تېرو څلوېښتو کلونو راهیسې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنې کړې دي او د چارو د شنونکو په باور د پاکستان د مداخلو له امله افغانستان په پرلپسې ډول پردیو جګړو کې ښکېل پاتې شوی دی.

Leave a reply