باجوړ؛ په یو وسله وال برید کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي
باجوړ؛ په یو وسله وال برید کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي
پاکستاني پوځ په پښتونخوا کې د ناامنۍ پر نوې څپه اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې په پښتنه سیمه کې د پوځي عملیاتو اړتیا تر بل هر وخت ډېره شوې ده.
(2022 / 3 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان پوځ ویلي چې د خیبرپښتونخوا په قبایلي سیمه باجوړ کې په یو وسله وال برید کې درې پاکستاني عسکر وژل شوي دي.
پوځ په ځوابي ډزو کې د څلورو وسله والو د وژل کېدو ادعا هم کړې ده.
پاکستاني پوځ په پښتونخوا کې د ناامنۍ پر نوې څپه اندېښنه څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده چې په پښتنه سیمه کې د پوځي عملیاتو اړتیا تر بل هر وخت ډېره شوې ده.
د برید پړه تر اوسه پورې کومې وسله والې ډلې پر غاړه نه ده اخیستې خو تر دې وړاندې د ورته ډېرو بریدونو مسوولیت تحریک طالبان پاکستان منلی دی.