ترهګري یو مذهب یا اسلام پورې تړل نه دي په کار: وزیراعظم عمران خان

0
142

باغی ټي وي رپورټ
د او آی سي کونسل غونډې ته په وینا کې وزیراعظم عمران خان وویل مسلمانان یو نیم اربه دي خو اهمیت نه ورکول کیږي، خان زیاته کړه چې د ټولو اسلامي هیوادونو خپله بهرنۍ پالیسي ده.
هغه وويل چې مسلمانان له ترهګرۍ سره تړلي دي چې دا یو غلط سوچ او فکر دي، هغه زیاته کړه چې دين اسلام او مذهب له ترهګرۍ سره هيڅ تړاو نه لري، اسلاموفوبيا يو واقعيت دی، هغه زیاته کړه چې د اسلامو فوبیا په ضد مو تاریخ قرارداد منظور کړې دې.
لومړي وزیر وویل، په افغانستان کې بشري ناورین روان دی، عمران خان اوویل د افغانستان اولس نه خوښوي چې څوک پرې حکم وکړي، خان زیاته کړه چې څلوېښت کاله تیر شول او په نړۍ کې د افغانستان په څېر بل کوم هیواد داسې بد نه دی اغېزمن شوی څنګه چې نن سبا افغانستان بد اغیزمن شوې دې. هغه زیاته کړه چې هند په کشمیر کې له بهر څخه د خلکو په راوستلو سره مسلمانان اقلیت کوي او زیاته یې کړه چې هند په غیر قانوني توګه د کشمیر ځانګړی حیثیت ختم کړی دی.

Leave a reply