د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې داعش سره د مبارزې لپاره افغان حکومت سره باید همکاري وشي

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې داعش سره د مبارزې لپاره افغان حکومت سره باید همکاري وشي
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې د امریکا د مرکزي قومندانۍ قومندان جنرال مکنزي په افغانستان کې د داعش ډلې د حضور په اړه اندېښنه ښکاره کړې وه خو ا.ا د داعش ډلې د حضور د رد سربېره دا مسئله استخباراتي تبلیغ بللی دی.
(2022 / 3 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي چې د داعش ډلې د له منځه وړلو لپاره په کار ده چې له طا لبانو سره همکاري وشي.
نوموړي نن په اسلام اباد کې د اسلامي همکاریو سازمان جوړې شوې ناستې ته په خپله وینا کې زیاته کړې ده چې په افغانستان کې له داعش او نورو ترهګرو ډلو سره د مبارزې لپاره یوې مؤثرې ستراتیژي ته اړتیا ده.
د نوموړي په وینا، د یادې ډلې د له منځه وړلو لپاره باید له طا لبانو سره اړینه مرسته وشي، څو نه یوازې افغانستان او سیمه بلکې ټوله نړۍ یې له شره په امان شي.