نړۍ دې افغانستان هیواد سره اړیکې ټینګې ساتي: د پاکستان وزیر خارجه بیان

0
94

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان وزیرخارجه شاه محمود قریشي په خپل ټویټر پانړه لیکلي چې د اټلی وزیرخارجه سره ی لیدلی او د افغانستان په مسله او هلته د افغان قام ته په پیښو ستونزو غږیدلې دې.

قریشي لیکي چې د اټلی وزیر خارجه ته ی په ډاګه کړې چې د نړې ټولو هیوادونو لپاره دا ډیر د اهمیت وړ کار او خبره ده چې افغانستان سره اړیکې ټینګې کړي اوددې هیواد سره دې مرستو له توجه ورکړې چې ددې هیواد اقتصاد مضبوط شی.

قریشي په ټویټ کښې زیاته کړې چې په افغانستان کښې د ټول شریک حکومت ملاتړ کوي.
یاده دې وي چې نن په کابل کښې هم د پاکستان سفیر د چین د افغانستان لپاره سفیر سره ملاقات کړې او هم په دې مسله ی ورسره ټینګار کړي چې باید د افغان ملت سره د مرستو لپاره په شریکه کوششونه وکړو چې افغانستان یو ولاړ او په اقتصادي توګه مضبوط هیواد جوړ شي.

Leave a reply