په تورخم پوله دوه مزدوري کوونکي ماشومان ټرک وهلي، دوه مړه شوی او یو ټپی شوې

په تورخم پوله هغه افغانې ماشوم چې ټرک وهلې او مړ شوې دې.
باغی ټي وي رپورټ
نن په پاک افغان پوله تورخم د باروړونکي یوه لارې په درې ماشومانو ختلې ، په نتیجه کې دوه ماشومان مړه او یو ژوبل شوی دې.
د سرچینو ترمخه په تورخم پوله د ټریلر لارۍ د ټکر له امله دوه مزدوران ماشومان مړه او یو بل ماشوم سخت ژوبل شوي دې.
د سرچینو مطابق په تورخم پوله په سلګونه کارکوونکي او مزدوري کوونکي م ماشومان دې چې د غربت له وجهې خپل خاندان لپاره مزدوري کوي.
د وژل شوو ماشومان تعلق د افغانستان ننګرهار صوبې څخه دې ، ټپي ماشوم په روغتون کې تر درملنې لاندې دې.
د سرچنیو مطابق عظیم الله چې د پلار نوم ی شریف الله وو، ژوند ی له لاسه ورکړو، یو بل ماشوم الحاج الدین سخت ټپي شوې دې، یو ماشوم چې مړ شوې دې نوم ی نه دې معلوم شوې.

په تورخم پوله د لارې د ټکر پس یو ماشوم ټپي شوې دې.






