جنوبي وزیرستان کې نامعلومه وسله والو د یو تن څخه سر کټ کړې

باغی ټي وي رپورټ
په جنوبي وزیرستان کې بیګا د شپې یوه بده پیښه شوې ده، د اعظم ورسک په سیمه کې د یو تن مړې موندل شوې دې چې سر ی د جسم نه کټ کړې شوې دې او مړې ی په یوه میدان کې غورځولې دې.
د سرچینو مطابق تېره شپه د جنوبي وزیرستان د اعظم ورسک په زیړا لیټا، کالوشه سیمه کې د کلا خان لاګاد کلاخان چې د رافع خان ځوې دې ، د نامعلومو کسانو له خوا ی سر پرې کړې شوی دی او مړې ی په خوشي میدان کې غورځول شوې دې.
د یادونې ده چې د تیرو څو ورځو څخه په قبایلي سیمو کې د وژنې او د ترهګرې پیښو کښې زیاتوالې راغلې دې او ددې سیمو کې خلقو کې سخت ډار خپور شوې دې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *