په سیمه کې د امنیت ټینګولو لپاره سعودي عرب د پاکستان رول ستاینه کړې ده

0
133

باغی ټي وي رپورټ
دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې پاکستان سعودي عرب سره خپلو تاريخي اؤ وروروليو اړيکو ته ارزښت ورکوي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو (آی ایس پي آر) له مخې د پوځ سرلښکر جنرال قمر جاوید باجوه د سعودي د بهرنیو چارو له وزیر شهزاده فیصل بن فرحان السعود سره لیدلي.
په دې مهمه غونډه د سیمه ییز امنیت او د افغانستان په روانو حالاتو خبرې اترې شوي دي.
د آئي ايس پي آر له مخې د سعودي خارجه وزير په افغان صورتحال او سيمه ايز استحكام كښې د پاكستان د کردار ستائنه وكړه۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چې د سعودي خارجه وزير د او آئي سي سرمشريزي په کوربه توب د پاکستان د کوششونو ستاينه کولو سره د پاکستان سره د سفارتي همکاريو د لا ښه کولو عزم بيا تکرار کړو۔
د آئي اېس پي آر له مخې د سعودي خارجه وزير سره په ملاقات كښې د پوځ سرلښكر جنرال قمر جاوېد باجوه ووئيل پاكستان سعودي عرب سره خپلو تاريخي او وروروليو اړيكو ته ډیر زیاته ارزښت وركوي۔

Leave a reply