د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې د خبریالانو، فعالانو او پخوانیو حکومتي چارواکو نیول بند کړي

0
143

د بښنې نړیوال سازمان له طالبانو غوښتي، چې د خبریالانو، فعالانو او پخوانیو حکومتي چارواکو نیول بند کړي

د بښنې نړیوال سازمان پر طالبانو غږ کړی چې د خپلو حقونو د عملي کولو په خاطر نیول شوي کسان پرته له کوم قید او شرطه خوشې کړي او د هغوی په اړه مالومات پټ نه کړي.

 

(2022 / 3 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

یاد سازمان پرون د حمل په لومړۍ نېټه ویلي، طالبانو د خلکو د بیان او ټولېدنو پر ازادۍ بندیزونه لګولي او هغه کسان چې د دې ډلې مخالفت کوي په خپل‌سري ډول بندیان کېږي.

د دوی له‌خوا په خپور شوي راپور کې راغلي،  د ښځو بې درکه کېدل او د خبریالانو او مدني فعالانو نیول د هغو کسانو د خاموشه کولو لپاره د طالبانو نوي تخنیکونه دي، چې غږ پورته کوي.

د بښنې نړیوال سازمان د قربانیانو د کورنیو د ځینو غړو په حواله لیکلي چې طالبانو ورته ویلي چې بندیان به یې خوشي کړي که بې ګناه وي خو باید له رسنیو سره خبرې ونه کړي.

د بښنې نړیوال سازمان پر طالبانو غږ کړی چې د خپلو حقونو د عملي کولو په خاطر نیول شوي کسان پرته له کوم قید او شرطه خوشې کړي او د هغوی په اړه مالومات پټ نه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې وړاندې د طالبانو استخباراتو په یوه بیان کې ویلي وو، چې ځینې رسنۍ د افغانستان ملي امنیت ته ګواښ پېښوي.

د دوی په بیان کې ویل شوي وو، چې هغو رسنیو او کسانو ته چې غواړي ګډوډي رامنځته کړي، د فعالیت اجازه نه‌ورکوي.

Leave a reply