ننګرهار ولایت کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې
ننګرهار ولایت کې د ټرافیکي پېښې لۀ امله اتو کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې
د دې ولایت د ټرافیکو مدیر جواد شېرزاد وایي، دا پېښه پرون دوشنبه ماښام شااوخوا ۶ بجې د جلالاباد ښار شپږمې ناحيې اړوند پر حلقوي سړک رامنځته شوې ده.
ویل کېږي، دوو کورولا ډوله موټرونو له یوې ډاټسنې سره ټکر کړی دی.
(2022 / 3 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د ننګرهار ولایت ځايي چارواکي وايي، چې مرکز جلالاباد کې یوې ټرافیکي پېښې اته کسان مړه کړي او دوه نور یې ژوبل کړي دي.
د دې ولایت د ټرافیکو مدیر جواد شېرزاد وایي، دا پېښه پرون دوشنبه ماښام شااوخوا ۶ بجې د جلالاباد ښار شپږمې ناحيې اړوند پر حلقوي سړک رامنځته شوې ده.
ویل کېږي، دوو کورولا ډوله موټرونو له یوې ډاټسنې سره ټکر کړی دی.
د مالوماتو له مخې، په دې پېښه کې څلور ښځې، یو ماشوم او درې نارینه مړه شوي او یو نارينه او يوه مېرمن ټپيان شوي دي.
ټپيان د درملنې په هدف حوزوي روغتون ته لېږدول شوي او تر درملنې لاندې دي.
مسوولین د یادې ټرافیکي پېښې لامل د موټرچلوونکو بېاحتیاطي بولي.