میدان وردګ ـ نرخ ولسوالۍ کې د کانالونو پاکولو چارې

میدان وردګ ـ نرخ ولسوالۍ کې د کانالونو پاکولو چارې
دغه راز د سیندیزې حوزې رییس انجنیر اسماعیل عمار وویل، د یادو څلورو پروژو لپاره (۲۶) ټنه غنم ځانګړي شوي، چې شا او خوا (۳۰۰) بې روزګاره ځوانانو ته به پکې د کار زمینه برابره شي او هر کارکوونکي ته به د ورځې (۱۰) کیلو ګرامه غنم ورکول کېږي.
(2022 / 3 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د میدان وردګو ولایت، په نرخ ولسوالۍ کې د غوزبې، کانعزت، قعله شادي کانالونه او د سرکې کاریز چې تېر کال د ډېرو اورښتونو او سېلابونو له کبله تخریب او بند شوي وو، نن یې د بیارغونې او پاکولو چارې د خوراک نړیوال پروګرام له لوري پیل شوې.
د پروژو د پیل پر مهال والي حافظ محمد امین عمري وویل، میدان وردګ یو کرنیز ولایت دی، موږ هڅه کوو، چې د کرنې ریاست او سیندیزې حوزې له مسوولینو سره په ګډه د بزګرانو ستونزې حل او کرنیزو ځمکو ته د اوبو رسولو ذخیروي بندونه جوړ کړو.