بهرنیو چارو وزارت: د اسلامي همکاریو کنفرانس کې ټيټ پوړي پلاوي ګډون کړی

0
170

بهرنیو چارو وزارت: د اسلامي همکاریو کنفرانس کې ټيټ پوړي پلاوي ګډون کړی

دا ځل د افغان پلاوي مشرتوب محمد اکبر اعظم کوي او پلاوی به د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه کې وینا وکړي او له نړۍ سره به د ښو اړیکو پر لرلو ټینګار کوي. دغه غونډه نن او سبا په اسلام اباد کې جوړېږي چې مهمه اجنډا یې افغانستان دی.

(2022 / 3 / 22  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

افغان حکومت وايي دا ځل پاکستان کې د اسلامي همکاریو سازمان غونډه کې ټيټ پوړی پلاوی ګډون کوي.

د بهرنیو چارو وزارت وایي دوی د اسلامي همکاریو سازمان په غونډه د ګډون تابیا لري او دې غونډې ته یې یو ټيټ پوړی پلاوی لېږلی دی، په داسې حال کې چې ددې کنفرانس په مخکینۍ غونډه کې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي ګډون کړی و.

Leave a reply