امریکا: اوکراین کې د پوتین جنګي جنایتونه څېړو

0
155

امریکا: اوکراین کې د پوتین جنګي جنایتونه څېړو

تر بایډن وروسته ګڼو اروپايي هېوادونو هم ددې غوښتنه وکړه چې پوتین او پر اوکراین د برید نور طراحان باید محاکمې ته راکاږل شي او د جنګي جنایتونو او عامو خلکو د وژلو په تړاو باید پر دوی سخت بندیزونه وضع شي.

(2022 / 3 / 22   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

امریکا وایي په دې لټه کې دي چې په اوکراین کې د روسیې جنګي جنایتونه وڅېړي.

د امریکا ددفاع وزارت ویلي دوی په فعالانه توګه پر دې کار کوي څو په اوکراین کې د روسیې جنګي جنایتونه راټول کړي او هغه په مستنده توګه نړیوالو محاکمو ته وړاندې کړي.

دا اقدام وروسته تر هغه کېږي چې بايډن د روسیې ولسمشر جنګي جنایتکار وباله او دې مسئلې د روسیې غوسه وپاروله.

Leave a reply