پاکستاني او امریکايي لوري؛ د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې کړې دي
پاکستاني او امریکايي لوري؛ د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې کړې دي
سرچینه کاږي چې تر ډېره په دې خبرو اترو کې د افغانستان پر بشري وضعیت بحثونه کړي دي. په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې له افغانستان سره به بشردوستانه مرستې ادامه لري او لا ډېرو مرستو ته به زمینه برابريږي.
(2022 / 3 / 22 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
پاکستاني او امریکايي لوري په افغانستان کې پر بشري وضعیت خبرې کړې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان د ملي امنیت سلاکار معید یوسف د امریکا د بشري برخې له چارواکو سره کتلي او پر بېلو مسایلو یې خبرې کړې دي.
سرچینه کاږي چې تر ډېره په دې خبرو اترو کې د افغانستان پر بشري وضعیت بحثونه کړي دي. په دې لیدنه کې ټینګار شوی چې له افغانستان سره به بشردوستانه مرستې ادامه لري او لا ډېرو مرستو ته به زمینه برابريږي.
په دې لیدنه کې د پاکستان او امریکا ترمنځ پر دوه اړخیزو اړیکو هم خبرې شوې دي. دا لیدنه داسې مهال ترسره کېږي چې په وروستیو کې د پاکستان او امریکا ترمنځ اړیکې خورا ترینګلې دي او دې چارې پاکستانی حکومت ورخطا کړی دی.