منحرف غړي استعفا ورکولو ته تيار وو خو مونږ هغوی ایسار کړل:رانا ثناالله

0
157

باغي ټي وي رپورټ
د مسلم ليګ ن پنجاب صدر رانا ثناءالله وئيلي دي چې په آئين کښې د عمري نااهلې هيڅ شق نشته، هغه اوویل چې عدالت د آئين تشریح کولي شي خو پخپله آئين کښې څه نه شي داخلولې.
نن د جيو نيوز پروګرام شاهزيب خانزاده سره خبرو کې رانا ثناء الله وويل منحرف غړي استعفا ورکولو ته تيار وو خو مونږ هغوی ایسار کړل چې لومړې رای استعمال کړي او بیا استعفی ورکړي.
هغه وویل، د پي ټي ایی څخه واپس راغلو کسانو دې ظالم، جابر، متکبر او مفسد واکمن په ضد بې اعتماده کړي ده، هغه زیاته کړه چې واپس راغلي دا خلق مجاهد خلق دي.
هغه وويل، چې له متحدينو سره يې مثبتې خبرې روانې دي او که حکومت د رايې ورکولو نېټه وټاکي، نو نور ډیر کسان به هم مخې ته راشي.

Leave a reply