اسلام آباد کې نن د او آیی سی غونډه پیل کیږي

باغی ټي وي رپورټ
د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان (OIC) د بهرنیو چارو د وزیرانو د شورا دوه ورځنۍ ۴۸مه غونډه نن په اسلام اباد کې پیلېږي.
په غونډه كښې به د ټولو 57 اسلامي هېوادونو خارجه وزيران، مبصرين او مېلمانه ګډون كوي او وزيراعظم عمران خان به هم نن د پرانستې غونډې ته وینا كوي۔
د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې په دې غونډه کې به د کشمیر، فلسطین، اسلاموفوبیا، د امت د یووالي په ګډون د بېلابېلو مسایلو او ستونزو په اړه یو سل او څلوېښت قراردادونه وړاندې شي.
د پاکستان ولسمشر به د بهرنیو چارو وزیرانو او استازو په درناوي د مېلمستون کوربه وي او د سعودي د بهرنیو چارو وزیر به په رسمي توګه د غونډې مشري پاکستان ته وسپاري.
د اسلامي هیوادونو د هممکاریو تنظیم په دې مهمه غونډه کې به د ورکنګ ګروپونو ترمینځ ترتړلو دروازو شاته غونډه هم وشي چې پکې به د بیله بیلو قراردادونو ته بیاکتنه وشي.







