باجوړ کې ترهګرو په امنیتي ځواک برید کړې، درې اولسي وګړي شهیدان شوي

باغی ټي وي رپورټ
د باجوړ ضلعې په بلورو سيمه کې د ترهګرو په امنيتي ځواکونو په ډزو کې د پاکستان د پوځ دوه سرتېري شهيدان شوي او په ځوابي ډزو کې څلور ترهګر وژل شوي دي.
د پاک فوځ تعلقات عامه اداري آئي ايس پي آر ترمخه وژل شوي ترهګر د سکيورټي فورسز په ضد بريدونو کښي ککړ وو او د ترهه ګرو څخه په لوي مقدار کښي وسله او بارودي مواد هم برآمد شوي دي۔
د آئي ايس پي آر له مخې د ترهګرو په ډزو كښې 3 بې ګناه اولسي وګړي هم شهيدان شوي دي۔ د آئي ايس پي آر ترمخه د ډزو په تبادله کښې نائب صوبېدار اشتياق او سپاهي کامران شهيدان شوي دي۔






