مولانا فضل الرحمان کراچۍ ته تللې

باغی ټي وي رپورټ
د حکومت مخالف اتحاد پاکستان ډیموکریټک تحریک او جمعیت علمای اسلام مشر مولانا فضل الرحمان کراچۍ ته رسېدلی او تمه ده چې د متحده قومي غورځنګ له مشرانو سره وګوري.
د ميډيا رپورټونو ترمخه د پي ډي ايم مشر مولانا فضل الرحمان به کراچۍ ته د خپل سفر په مهال د متحده قومي موومنټ پاکستان مشرانو سره ملاقاتونه کوي او سبا به اسلام آباد ته واپس راشي.
د جمعیت علمای اسلام ف پاکستان ویاند ویلي دي چې مولانا فضل الرحمان به د مفتي تقي عثماني د وراره په مړینه غمرازي وکړي او د تعزیت لپاره به د کراچۍ دارالعلوم ته لاړ شي او مفتي تقي عثماني ته به د وراره غمرازي وکړي.






