د اسمبلۍ دننه جهګړا دې د اسمبلۍ دننه وشي:د پاکستان سپریم کورټ

0
118

باغی ټي وي رپورټ
د سپريم کورټ بار ايسوسي ايشن د درخواست په اورېدنه کې چيف جسټس آف پاکستان جسټس عمر عطا بنديال ريمارکس ورکړو چې دا د ټول قامي اسمبلۍ داخلي مسله ده نو ښه به دا وي چې د اسمبلۍ دننه جګړه د اسمبلۍ دننه وشي.
د پاکستان د چيف جسټس په مشرۍ د سپريم کورټ دوه کسيزه بنچ د عدم اعتماد تحريک وړاندې د سياسي غونډې د ودرولو لپاره د سپریم کورټ بار په درخواست اورېدنه کوي.
د اورېدنې په مهال شهباز شريف، بلاول بهټو زرداري او مولانا فضل الرحمان پشمول نور سياسي مشران هم عدالت ته را ورسیدل.
د اورېدنې په مهال د سپريم کورټ بار وکيل وويل چې سپيکر ته د مارچ په 25مه نېټه د غونډې د رابللو غوښتنه شوې وه، د آرټيکل 95 لاندې په 14 ورځو کې دننه غونډه راوبلل شي، سپيکر ته د 14 ورځو نه زيات د ځنډولو حق نشته غونډه تر نامعلومې مودې پورې ځنډول کیدی شي تر څو چې د اعتماد په اړه پریکړه نه وي شوې.

Leave a reply