په سعودي عربستان د حوثي یاغیانو برید

0
124

باغی ټي وي رپورټ
په نړۍ کې د تېلو بیې وروسته له هغه شپږ سلنه لوړې شوې دي چې د یمن حوثي یاغیانو د تېلو پر تاسیساتو برید وکړ، دغه رنګ سعودي عربستان د تیلو د سپلایی په اړه خبر دارۍ ورکړو او وس ۶ سله د تیلو بیی د اوچتلو اعلان هم شوې دې .
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې سعودي عربستان د حوثي یاغیانو برید د نړۍ د تېلو رسولو ته ګواښ بللی و، چې له هغه وروسته د دوشنبې په ورځ په نړیوال بازار کې د تېلو بیې په ناڅاپي ډول لوړې شوې.
د برتانیا برینټ خام تیل 6.1 فیصده 4 114.55 یو بیرل ته لوړ شوي ، پداسې حال کې چې د متحده ایالاتو خام تیل ویسټ ټیکساس انټرمیډیټ 5.5 فیصده لوړیدو سره ،۱۱۰.۴۸ ډالر یوبیرل ته رسیدلې دې.
د يادونې وړ ده، چې پر اوکراين د روسيې تر يرغل وروسته په نړيوال بازار کې د نفتو بيې نوي اوج ته رسېدلې دي.

Leave a reply