د اسلامي نړۍ د افغانستان لپاره د بشري مرستو منشور او معاهده په اسلام آباد کې لاسلیک شو

نصیب شاه شینواري
د اسلامۍ همکارۍ تنظیم یا د اسلامۍ نړۍ د هیوادونو تنظیم (او آیی سي) د غړیو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ۴۸ غونډه سبا په ۲۲ مارچ په پایه تخت اسلام آباد کې ترسره کیږي.
د غونډې په ترڅ کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په وړاندې د اسلامي نړۍ مشرانو د افغانستان سره د بشري مرستو په اړه یوه دستوره ترسره شوه.
د افغانستان لپاره د بشري مرستو د صندوق د منشور د لاسلیکولو مراسم په نن په پایه تخت اسلام آباد کې ترسره شوه.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په وړاندې د OIC عمومي منشي او د اسلامي پراختیایي بانک رییس ډاکټر سلیمان د افغانستان لپاره د بشري مرستو د وجهي صندوق منشور لاسلیک کړو.
د یادونې ده چې د پاکستان حکومت په افغانستان کې د موجوده انساني بحران څخه د بچ کیدلو په اړه دا دریځ دې چې ټوله نړۍ او د اسلامي نړۍ هیوادونه دې د افغانستان په اړه ښه فکر او همکارۍ وکړي.
د پاکستان دا دریځ دې چې په افغانستان کې دې د یو بل انساني بحران څخه د ژغورولو لپاره دې هیواد سره مالي مرستې وشي، دا هیواد دې یواځي نه پریږدي چې دلته بیا یو انساني بحران مخې ته را نه شي.
هم دغه وجه ده چې نن پایه تخت اسلام آباد ته د اسلامی نړۍ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران راغلي دي او نن ی د افغانستان په اړه د بشري مرستو په منشور او معاهده باندې لاس لیک هم وکړو چې دا د پاکستان لپاره د یو لوی ویاړ خبره ده.







