پاکستان ته د مسلمانې نړۍ خارجه وزیرانو د راتګ لړۍ دوام لري

باغی ټي وي رپورټ
د اسلامۍ نړۍ هیوادونو تنظیم د بهرنیو چارو وزیرانو په 48مه غونډه کې د ګډون لپاره د میلمنو پاکستان ته راتګ دوام لري.
د اسلامي همکاریو د سازمان عمومي منشي حسین ابراهیم طحه او د اسلامي بانک مشر په دې غونډه کې د ګډون لپاره اسلام اباد ته را رسېدلي دي.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ جي هم په درې ورځني سفر پاکستان ته راغلې دې او د بهرنيو چارو وزارت چارواکو او چيني ديپلوماتانو د چين د بهرنيو چارو وزیر ته ستړي مشي اوویل.
د چين د بهرنيو چارو وزير وانګ ژي به د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي سره مهمې ليدنې وکړي او د پاکستان د ورځې په مناسبت به د پاکستان د درې وسله والو ځواکونو په ګډ پريډ کې هم ګډون وکړي.
د اسلامي نړۍ د همکاری تنظیم ۴۸ د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه سبا په ۲۲ مارچ په پایه تخت اسلام آباد کې کیږي او د غونډې پرانسته به د وزیراعظم عمران خان د وینا څخه پیل شي.
……………………….
#OIC Secretary General #Hissein_Brahim_Taha arrived #Islamabad, #Pakistan to attend the #OIC48CFM.
He was received on arrival by the Minister of State for Information @FarrukhHabibISF & Special Representative on Religious Harmony @TahirAshrafi. #OICInPakistan pic.twitter.com/oe9TLTf0FZ— OIC (@OIC_OCI) March 21, 2022
……………………………………………………………………………








