اسلام آباد انتظامیه اپوزیشن ته انکار کړې دې

0
142

باغی ټي وي رپورټ
د اسلام اباد ضلعي انتظاميې حکومت او اوپوزیشن ګوندونو ته په ريډ زون کې د جلسې کولو اجازه ورنه کړه او دوی ته ی انکار کړې دې.
دسرچينو ترمخه پي ټي ائي وفاقي انتظاميې ته د مارچ په ٢٧مه په ډي چوک کې د جلسې کولو د اجازت لپاره درخواست کړې دې خو اپوزيشن هم په هم هغه ځاي کې د جلسې کولو درخواست کړى وو خو ضلعي انتظاميې د جلسې د اجازت ورکولو نه انکار کړى دى.
دسرچينو ترمخه ضلعي انتظاميې حکومت ته په پريډ گراؤنډ اؤ اپوزيشن ته په ايچ نائن کې د جلسې کولو لپاره اختیار ورکړى دى.
دسرچينو ترمخه ضلعي انتظاميې وئيلي دي چې په ريډ زون کې دفعه 144 نافذ ده اؤ که چرې دواړه خواوې په يو ځاي کې غونډه کوي نو دجګړې خطره ده چې صورتحال نور هم خرابيدلى شي.

Leave a reply