اوکراین د ماریوپول ښار؛ د تسلمېدو په اړه د روسیې غوښتنه رد کړې ده

خو اوکراین نن ویلي چې دوی به تر وروستۍ سلګۍ پورې د روسي یرغلګرو پر وړاندې مبارزې ته دوام ورکړي. د یادونې ده چې مسکو کېیف ته ۱۰ ساعته ضرب الاجل ورکړی و چې وسلې پر ځمکه کېږدي او په سوله ییزه توګه له دغه ښاره ووځي.
(2022 / 3 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
اوکراین نن د ماریوپول د تسلمېدو په تړاو د روسیې غوښتنه رد کړې ده.
روسي چارواکو اوکراین ته د ماریوپول د نه تسلمېدو په صورت کې په دغه ښار کې د انساني فاجعې خبرداری ورکړی و.
روسي چارواکو ویلي چې که چېرته اوکراین غواړي چې ماریوپول کې د یو پراخ انساني ناورین مخنیوی شوی وي ښه به وي چې ورته تسلیم شي.