د اوکراین ولسمشر د درېیمې نړۍوالې جګړې د پیلېدو خبر ورکړی
زلنسکې زیاته کړې ده چې روسیه باید ژر تر ژره جګړه ودروي او د خبرو له لارې خپلې غوښتنې له دوی سره شریکې کړي. هغه دغه راز یو ځل بیا ټینګار کړی دی چې روسیه به د جګړې له لارې یوازې پر هدیرې واکمني وکړای شي.
(2022 / 3 / 21 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکې ویلي چې که له روسیې سره د اوکراین د سولې خبرې ناکامې شي، نو درېیمه نړیواله جګړه به ونښلي.
هغه زیاته کړې ده چې له پوتین سره باید د خبرو په یوه جوړښت هوکړه وشي. نوموړي ټینګار کړی دی چې که په دې برخه کې روانې خبرې ناکامې شي نو درېیمه نړیواله جګړه به هم پیل شي.

Leave a Reply